د مارچ اتمه دښځو نړيوالی ورځی په اړوند «د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت» (راوا) اعلاميه‌


تر څو پورې چی د بنسټپالو واکمني وي، په ښځو باندی ظلم او جنایت به پای و نه مومي



«د ښځو د آزادۍ» په نوم نړۍ په خوځیدو شوه او زمونږ په هیواد تیری وشو، خو د افغانستان د ښځو د محرومیتونو او غمونو حدیث نه یوازی کم نشو، چی لانور هم هره ورځ زمونږ د ټولنې پردې له ټولو نه برباد شوې برخې باندې ظلم او فشار زیاتیږي.

Violence against women is widespread all over Afghanistan
«د ښځو حقوق در بشر حقوق دی»

د کرزي د هډوکو تر ماغزو پورې فاسده او مافیایی دولت او د هغه نړیواله مرستندویه تولنې هم په عملي توگه د افغانستان د ښځو له نه زغمل کیدونکو رنځونو سره په بی‌شرمی لوبي کړي او یوازې د خپلې تبلیغاتي وسلې او د بازار د گرمولو او نړیوالو د تيرايستلو لپاره ورڅخه گټه اخلي. دوی څو سرکاري او د جگړه مارانو ملاتړې ښځې په پارلمان او نورو دولتی ارگانونو کی ځای په ځای کړي دي او په هیواد کی «د ښځو د آزادۍ» د بيلګې په هکله نارې سورې وهي، خو په مهمو دولتی پستونو کی د څو ښځو شته والی هیڅ ارزښت نلری، مگر دا چی د ملالۍ جویا په شان د ښځو د بدمرغیو او رنځونو اصلی عامل ته گوته ونیسي او د ښځو د خلاصون او دموکراسۍ ضد خونړي دښمنانو سره له جوړجاړۍ پرته وجنگیری او د ښځو آزادي د ناولو بنسټپالو او د هغوی بهرني مالکانو له ځنځيرونو څخه د ټول ملت آزادي وګڼي.

په همدې توګه دولت او لويديځ مطبوعات په پارلمان کی د ۶۸ ښځو شته والی د افغانستان لپاره یو لوی بریالیتوب گڼي، چې گوندې په هیواد کی دموکراسي او د ښځو آزادي واکمنه ده. خو تقریباً ټولې دا ښځې په خپله د ښځو او دموکراسۍ تر ټولو ناوړه دښمنانې دي او د جگړه مارانو په لاسونو کی لکه د کوکی نانځکو په شان لوبیری. تر اوسه پوری د ملالۍ جویا د چپ کری شوي آواز پرته، له دی ۶۸ ښځو څخه د بلی یوې تنې غږ هم د ارتجاع په دې بویناکه څرځای کې د خلقي، پرچمي، جهادي او طالبي ښامارانو په ضد اوچت شوی نه دی. له دوی څخه یو شمیر یی لکه صفورا نیازۍ، نورزیه اتمر، پروین دراني، شکیلا هاشمی، ملالۍ اسحاق زۍ او .... آن تر دې کچه بی شرمه دي، چې په ډاګه یی په پارلمان کی په ملالۍ جویا باندی په فزيکې حملې سره له ویني څښونکي سیاف، ربانی، علم سیاه، فاروقی او .... مخکې شوې.

د صایمه گانو، رحیمه گانو، گلشاه گانو، آمنه گانو، صنوبر گانو، گل بی بی‌گانو چغه او رنځ د هیواد په هر گوټ کې د بې‌عدالتۍ او ناهيلۍ له لاسه د ځان وژنې او ځان سوزولو په سلگونو زره بریښوونکی داستانونه، په حقیقت کې د دولتي ارگانونو او د ټولو هغو کسانو په مخ چی هڅه کوي د ښځو حالت ښه څرگند کړي، د ننگ داغ دی. په هغه هیواد کې چې د هیرويينو سلاطین او د بربادۍ او فساد او جنایت او وطن پلورنې اتلان او د هغوی خاینه او پلورل شوي روښاندي واکمن وي، نه باید د ښځو په هیبتناک حالت کې د روښانه او جدي بدلون تمه ولرو.

د رباني، سیاف، قانوني، محقق، دوستم، خلیلی، اسماعیل، فهیم او نورو داسې انسان وژونکو خاینانو واکمني چې په خپل تاريخ کې له ظلم او بربريت پرته بله کارنامه نه لري، اوس هم د خپلو نړیوالو او سیمه ایزو او شرف بایلونکو روشنفکره پلویانو د ګوتو پر سر سپاره دي، زمونږ د هیواد د اوسني له ناورين نه ډک وضعیت اصلی عاملان دي. په دې وروستیو کې د خلکو له محاکمې څخه د تښتیدو په غرض دې مذهبي فاشیستانو په خپلې ولسي جرگه او مشرانو جرگه کې «د ملي مصالحې» په نوم یو خیانت لیک تصویب کړ، تر څو زمونږ د سلگونو زرو بی دفاع خلکو وینې پر ځان حلالې کړي.

دې وطن پلورونکو د خپلې ناکامه او مسخره قدرت په ښودلو سره وغوښتل، چی یو وار بیا زمونږ غمځپلي خلک وډاروي او هغوی د مصالحې منلو ته مجبور کړي، خو هغوی خوب ليدلی او په احمقانه توګه داسې ګڼي، چې د تل لپاره يې د عدالت پړی له خپلې غاړې څخه ليرې کړی دی. او که دا د قدرت ښودل د ښاغلي کرزي په وړاندې ورته مطرح و، بايد پوه شي، چې کرزي له پخوا څخه د خپل پلار او د خپلو هيوادوالو د سلګونو زرو پلرونو، ميندو، خويندو او وروڼو له قاتلانو سره د جوړجاړي او يو ځای کيدلو تاريخي ننګ منلی دی.

که چیرې کرزي د دوی په جرم او جنایت کې لاس نه درلودای، نو باید د فهیم او نورو د روسپیانه گواښ په مقابل کی چې ویلي يې وو که په جهادي رهبرانو تور ولگول شي، ټینگ او کلک غبرگون به وښيي، بايد له دې لچک جنایتکار څخه د مارشال د لقب په بیرته اخیستلو سره یی، لږ تر لږه یو ننگ له خپلې کارنامې څخه کم کړی وای او پریښودی به یی نه وای، چې زور ویونکي خاینانو د هغه د چپ او ښي لاس وزیرانو په صفت حضور درلودای. انسان وژونکي لوټماران په خپلو جهادي-طالبي گواښونو سره په لومري گام کې خپل خونړی او جگړه ماره بنسټ ښکاره کوي او غواړي دا څرگنده کړي، چې لا تر اوسه هم اهلي شوي ندي او زمونږ د خلکو په مقابل کی د زیاتو بی ناموسیو او د ۷۱ - ۷۵ له وینو او خیانت نه ډکو کلونو د بیا تکرارولو شهوت او امکانات لري.

که ښاغلی کرزی دا خاينانه لایحه لاسليک کړي یا نه، دومره ارزښت نلري، ځکه چې هغه په خپلو ملی ضد جوړجاړیو او معاملو او په درې گونې قوا کی زمونږ د خلکو تر ټولو خچن او د کرکې وړ دښمنانو ځای په ځای کولو سره، ۵ کاله کیږي، چې خپل سر یې د جهادي، پرچمي، خلقي او طالبي انسان وژونکو په تور دیگي کې دننه کړی دی. خو مهمه دا ده چې که وغواړی یا نه، زمونږ خلک به یوه ورځ ټول جنایتکاران لاس تړلي د محاکمې ميز ته راکش کړي او هغه وخت باید ښاغلی کرزی هم د هغوی په جرم کی د شریک په توگه د هغوی تر څنگ د محاکمې د میز شاته ودرول شي.

«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) چې د خپلې شهیدې لارښودې د وینو او د خپل ولس د دردونو او تیارو ورځو څخه قوت اخیستی دی، زمونږ د ستم گاللو خو آزادي غوښتونکو ښځو او نارينه و په وړاندې ژمنه کوي، چې د انسان وژونکو بنسټپالو او د روشنفکرانو د چاکرانو او بهرني بادارانو په ضد به له جوړجاړۍ، ډار او دیپلماسۍ پرته خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي او د خپل وس په توان به د خاموشه اکثریت په استازيتوب د بې شرمو جنايتکارانو په وړاندې خپلی دعوا ته ادامه ورکوي او زمونږ د خلکو او د نړۍ د عدالت غوښتونکو خلکو په ډاډ او مرسته به دا ټول لکه د هغوی د دیني ورور زرداد په شان له لازمو مجازاتو سره مخامخ کړي.

د امریکا دولت او متحدینو یی په قدرت کې د جهادي مافیا په نصبولو سره زمونږ خلکو ته نه بخښونکی خیانت کړی دی او زمونږ او د نړۍ خلک نور شک نه لري، چې دوی یوازې د خپلو نړیوالو او سیمه ایزو گټو په هڅه او فکر کې دي او هغه څه ته چې اصلآ هیڅ ارزښت نه ورکوي، په افغانستان کی د آزادۍ او دموکراسۍ راوستل دي.

د افغانستان ښځې او نارينه باید وپوهیږي، چې آزادي او دموکراسي هغه ارزښتونه دي چې نشې کیدای د بی۵۲ په زور او د بهرني هیوادونو او د ایران، پاکستان، امریکا او روسیې د جاسوسانو او اوباشانو او اراذلو په واسطه لاس ته راوړل شي، دا ارزښتونه یوازې زمونږ د خلکو په همت، هوښیارۍ، ټینگې او تر آخره پورې ادامه ورکوونکې مبارزې په کولو سره حاصلیدای شي.

«راوا» په داسې حال کې چې په نړۍ کې خپلو همرزمانو او دوستانو ته تاوده درودونه استوي، دهغوی او د ټولو عدالت، آزادي او د بشر حقوقو ملاتړکوونکو ځواکونو څخه غواړي، چې د افغانستان د وروستیو درې لسیزو د جنگي جنایتکارانو په قانوني پلټنې او تعقیبولو کې له «راوا» سره مرسته وکړي.


مړه دې وي بنسټپالان او ټول مذهبي او غیر مذهبي جنایتکاران او دهغوی بهرني مرسته کوونکي!
ژوندی دې وي د خپلواکۍ، دموکراسۍ او ټولنیز عدالت لپاره د افغانستان د ښځو او نارينه و مبارزه!

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا)

د ۱۳۸۵ د کب ۱۷ (د ۲۰۰۷ د مارچ ۸)



English | فارسی | 日本語 | Español | Italiano




[په کابل کی د «راوا» لخوا دښځو نړيوالی ورځی په اړوند غونډی انځورنه] [دغونډی فلمونه]
[Home Page] [راوا په مطبوعاتو کی] [د «راوا» په هکله کتابونه] [د «راوا» اعلامیی] [د سایت فارسی برخه]